یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د پاريس په المپيک لوبو کې ولې د چين لوبډلې د نړۍ دومره زيات مينه وال راجلب کړي؟

اگست 13, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د پاريس المپيک لوبې د اګست په ۱۳مه نېټه پای ته رسېدلې. د چينايانو لپاره د ویاړ خبر دا دی، چې د چين لوبډلې په دغو لوبو کې ۴۰ د طلا، ۲۷ د نقرې او ۲۴ د برونزو مډالونه تر لاسه کړي دي او په دې سره یې د المپيک د هغو تېرو دورو د دوبنيو لوبو په پرتله تر ټولو لوړ ريکارډ جوړ کړی، چې د چين په بهر کې تر سره شوې. د چين لوبډلې د پاريس په المپيک لوبو کې په خپلو کړنو او کارکردګیو سره د چينايانو سپورټي روحيه او د المپيک اصل نندارې ته وړاندې کړی، نړۍ ته يې چين ښه ورپېژندلی او په نړۍ کې يې ځانته ګڼ شمېر مينه وال راجلب کړي دي.

د چين لوبغاړو په پاريس کې ۱۹ ورځنیو لوبو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي، چې د غوټې وهلو لوبغاړو يې ۸ طلايي مډالونه، د پينګ پانګ لوبغاړو يې ۵ طلايي مډالونه او د وزن پورته کولو لوبغاړو يې ۵ طلايي مډالونه او د نښه ويشتلو لوبغاړو يې د خپل تاريخ تر ټولو ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د چين لوبډلې په خپلو شپږو برتري لرونکو سياليو کې مخکښ مقام ساتلی چې مجموعا يې ۲۷ طلايي مډالونه تر لاسه کړي.

بر سېره پر دې، د چين لوبډلې په نورو زياتو سياليو کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي. چيني لوبغاړې په لومړي ځل د المپيک د ټنیس د دوو پېغلو تنها په تنها سيالۍ کې طلايي مډال تر لاسه کړی دی. د چين لوبډلې په لومړي ځل د نارینه وو لامبو وهلو په 4X100 متره  مخالطو سیالیو کې طلايي مډال تر لاسه کړی، چې په دغه برخه کې يې د امريکايي لوبغاړو د تېرو څلوېښتو کالو انحصاري مقام مات کړی دی. د چين لوبډلې په لومړي ځل «همزمانه» لامبو یا (synchronized swimming) په شمول درېيو سياليو کې طلايي مډالونه تر لاسه کړي دي. چيني لوبغاړو د المپيک د روحيې تر تحريک لاندې په سياليو کې د اخلاقو، ښه سلوک او شفافیت پر اصولو ټينګار کړی او د المپيک لوبو ته يې نوی حياتي ځواک ورکړی دی.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ خبريال ته ويلي، د چيني لوبغاړو له برياليتوبونو څخه دا ثابتېږي چې چين د وتلو لوبغاړو د روزلو او د وګړو د هڅولو توان لري. په نړيوالو ټولنيزو شبکو کې انټرنيټ کاروونکو د چيني لوبغاړو د کړنو ډېره ستاينه کړې. د پان جان له، جنګ چين ون او چوان هونګ چان په شمول ډېرو ځوانو چيني لوبغاړو نړیوال ډېر اغېزمن کړي، چې دوی ټول له ۲۰۰۰م کال وروسته زيږېدلي او د چين په سپورټي ډګر کې مهم رول لوبوي. نړيوالو له دغو ځوانو چيني لوبغاړو څخه د چيني ځوانانو پر ځان باور لرونکې، فعاله او مثبته رويه ليدلې ده.

د بريتانيا د (( فينانشل ټايمز)) په يوې تازه مقالې کې ويل شوي، چې د يوه هېواد له سپورټي برياليتوب څخه د دغه هېواد برتري او غوره والی ثابتېږي.

په سپورټي سياليو کې د چين غښتلی توان له کوم ځای څخه پيدا شوی؟ زياتو څېړونکو يادې مسئلې ته ځوابونه ور کړي، چې د چين عمومي قوت د دوامدارې پراختيا په حال کې دی، چين د سپورټي سياليو او روزنو په برخه کې له نړيوالو معيارونو سره ځان سم کړی، د چين د بېلا بېلو سپورټي برخو د مستعدو وګړو شمېر د زياتوالي په حال کې دی، د بېجينګ المپيک د ژمنيو او دوبنيو لوبو بريالي کوربتوب د چينايانو د سپورټي علاقې کچه ډېره لوړه کړې ده.

 يادو ټولو لاملونو د پاريس المپيک په لوبو کې د چيني لوبغاړو د برياليتوبونو بنسټ ايښی دی.

د پاريس المپيک په لوبو کې د چيني او بهرنيو لوبغاړو ترمنځ دوستي او همغږې اړيکې نړۍ ته ښيي، چې سپورټ ملي، قومي او هنري توپيرونه ختموي، دغه راز په نړۍ کې شخړې او جنجالونه ختموي، د مختلفو تمدنونو او وګړو اړيکې پياوړې کوي. دغه پيغام په اوسني نړيوال وضعيت کې ډېر ارزښت لري.

المپيک لوبې د نړۍ لپاره د چين د پرمختګ او بدلون د پېژندلو يوه کړکۍ بلل کېږي. د چين لوبډلې د ۱۹۸۴م کال په المپيک لوبو کې خپل لومړی طلايي مډال تر لاسه کړی او د ۲۰۲۴م کال په المپيک لوبو کې يې د طلايي مډالونو په درجه بندۍ له امریکا سره ځان مساوي کړی او په دواړه په لومړي مقام ته رسېدلي دي.

په دغو تېرو ۴۰ کلونو کې المپيک لوبو د چين د سپورټي سياليو پرمختګ، د چين د عمومي ملي قوت د لوړوالي او د المپيک د پرمختګ لپاره د چين خدمتونه ثابت کړي دي. چين به په راتلونکي کې د المپيکي اخلاقو د پراختيا، د نړيوالې سولې او يووالي د پياوړتيا او د بشري تمدن د پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه و کړي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بامیان؛ په تېرو ۵ کلونو کې د تاریخي ابدو د ساتنې ۱۲ پروژې پلې شوې

سپتمبر 13, 2026

شمال کې؛ د ډبرو سکرو ورځنی استخراج نږدې زرو ټنو ته لوړ شوی

سپتمبر 13, 2026

شي جین‌پینګ: بریکس دې په منځني ختیځ کې د سولې لپاره رول ولوبوي

سپتمبر 13, 2026

ایران او متحده عربي امارات؛ د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو د کمولو په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In