د چين ميډيا ګروپ د 8k خورا صاف ويډيويي سيګنال د خپرولو موټر د ۲۰۲۴م کال د پاريس اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته د اګست د ۱۲ مې نېټې په سهار له فرانسې څخه د چين پر لوري حرکت وکړ.
چين ميډيا ګروپ د دغه موټر په کارولو سره د اولمپيک نړيوالو لوبو په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د اولمپيک د دوبنيو لوبو د 8k ويډيوګانې جوړې کړې او د اولمپيک نړيوالو لوبو د اتلتيک مسابقې او د دغو لوبو د پای مراسم يې د 8k تخنيک پر مټ په ژوندۍ بڼه خپاره کړل.
د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ او د فرانسې د اولمپيک کمېټې رئيس ډېوی لاپارتينټ د پاريس اولمپيک لوبو په منعکسولو کې د چين ميډيا ګروپ د ياد موټر د تخنيک او توان ستاينه کړې ده.