د چین د رېل پټلۍ ملي شرکت د مالوماتو له مخې، د تيرې جولای مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د اګېست تر ۱۲مې نېټې پورې، په دغه هېواد کې مسافرو د اورګاډو له لارې ۶۰۵ ميليونه ځله تګ راتګ کړی ، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۶.۱ سلنه زياتوالی ښيي او ورځنی شمېر يې ۱۴ ميليونه او ۷۰ زره ځلو ته رسېدلی دی.