۹۴ کلن شيميزو هيديو چې پر چين د جاپاني يرغلګرو د ٧٣١مې قطعې پخوانى غړى و، د اګست په ۱۳مه نېټه د چين په هاربين ښار کې د ۷۳۱مې قطعې د جرمونو د ثبوتونو نندارتون او هغه ځای کې چې د ۷۳۱مې قطعې عسکر پکې ميشت شوي وو، د دې قطعې جرمونه منلي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان په همدې ورځ په دې اړه وويل، چين د تاریخي حقایقو د افشا کولو او ورسره د مخامخ کېدو په پار د شیمیزو هيديو د زړورتیا ستاینه کوي. جاپان بايد د نړۍ او خپل هېواد عادلانه غوښتنې ته په دقت سره غوږ ونيسي او خپل تېر نظامي تاريخ په سمه توګه بيا وګوري.
لين جيان د اړوندو پوښتنو په ځواب کې وويل، د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې، جاپاني يرغلګرو له نړيوالو قوانينو څخه ښکاره سرغړونه کړې، د چينايانو پر ضد يې غيرانساني ميکروب لرونکی جنګ پيل کړی، ژوندي انسانان يې د خپلو ازموينو د الاتو په توګه استعمال کړي او بشري جنايتونه يې کړي وو. د جاپاني يرغلګرو لخوا پيل شوي ميکروب لرونکی جنګ د نه منلو وړ حقيقت و او نه شي رد کيدای.