د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د اګست په ۱۴مه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې رسنیو ته وویل، چین په غزه کې د دایمي او هراړخیز اوربند د تر لاسه کولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي او غواړي له نړیوالې ټولنې سره د سیمه ییزو شخړو د کمولو لپاره ګډې مرستې وکړي.
په دغه مطبوعاتي غونډه کې يوه خبريال له لين جيان پوښتنه وکړه، چې ایران به په تهران کې د اسماعيل هنيه د وژنې غچ واخلي، ایا چین د دې له امله له ایران سره مستقیم یا غیر مستقیم تماس لري؟ ایا چین له ایران څخه غواړي چې پر اسراییلو دې انتقامي برید نه کوي؟
لین جیان دې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چين ډېر ځله پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې ژر تر ژره د غزې شخړه پای ته ورسوي او د پراخېدو مخه يې دې ونيسي. چین تل د سيمه ييزو تاوتريخوالو په کمولو کې مثبت رول لوبوي.