د ۲۰۲۴ کال د ځوانانو نړيوال پرمختيايي فورم د اګست په ۱۵ مه نېټه د چین په چونګ چینګ ښار کې پرانيستل شو. د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د کابو ۲۳۰ نړیوالو سازمانونو او د ځوانانو استازو په دغه فورم کې ګډون کړی دی. دوی د ډیجيټل پرمختګ، د مصنوعي ځیرکتيا په زمانه کې د صنعت په شمول د ځينو تودو مسئلو په اړه بحثونه وکړل.
د چین، هنګري، مونټینیګرو او څو نورو هېوادونو ځوانانو د دوام لرونکي پرمختګ او د وي ار (VR) په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړې دي. چينايي او بهرنيو ځوانانو او انجنيرانو هم د مصنوعي ځیرکتیا صنعت په اړه ژورې خبرې وکړې.
له دغه فورم څخه د چين د ځوانانو د ګډې ټولنې، د کارګرو نړيوال سازمان او د ځوانانو د نړيوال پرمختيايي فورم کمېټې له خوا په ګډه ملاتړ کېده.