د دومينيکانا د ولسمشر لويس روډولفو ابيناډير کورونا په بلنه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د صنعتي او معلوماتي چارو وزير جين جوانګ لونګ د اګست په ۱۶مه نېټه د دومينيکان په پلازمېنه سانتو دومينګو کې د ولسمشر ابيناډير د نوي ماموريت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر ابيناډير په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له جين جوانګ لونګ سره وکتل.
جين جوانګ لونګ ولسمشر ابيناډير ته د رئيس شي جين پينګ نېکې هيلې وړاندې کړې او د ولسمشر په توګه د دومينيکان د بيا ټاکل کېدو په مناسبت يې ورته مبارکي وويله. جين جوانګ لونګ وويل، چې د چين او دومينيکان تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له شپږو کلونو څخه راپدې خوا د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په چټکې او هراړخيزه توګه نژدې شوې دي. چين غواړي له دومينيکان سره يو ځای هڅې وکړي چې متقابل ملاتړ وکړي، خپلمنځي واقعي همکارۍ او فرهنګي تګ راتګ پياوړی کړي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو هڅونه وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.