د چين حکومت د اګست په ۱۵مه نېټه د جولای مياشتې د ملي اقتصاد معلومات خپاره کړي. د ټيسلا شرکت د نړيوالو چارو مرستيالې تاو لين د يادو معلوماتو له لوستلو وروسته د CGTNخبريال ته ويلي، چې د چين بازار له حياتي ځواک څخه برخمن دی او د کورنيو اړتياوو د زياتوالي او د هرې برخې د زرغون سمون د تحريک لپاره د دغه هېواد د اقداماتو په رڼا کې زموږ پر وړاندې د پرمختګ فضا پراخه شوې ده.
د جرمني تصدۍ بايير(BAYER) پرېکړه کړې، چې په روان کال کې به د ۲۰ ميليونو یورو په لګولو په شانګهای کې د نوښت همکاريز مرکز جوړ کړي. د فرانسې فیګارو ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د جرمني توليدوونکې تصدۍ غواړي په چيني بازارونو کې د خپلې ونډې د ساتلو لپاره په چين کې خپلې توليدي چارې زياتې کړي او په چين کې د جرمني تصديو پانګې تر بل هر وخت زياتې ښيي. د جرمني د پلاستیک ماشين د توليدولو تصدۍ اربورګ (Arburg) په تېر اګست کې په چين کې د خپلو توليدي چارو د پيل پرېکړه کړې ده. سربېره پر دې، د سويس تصدۍ اې بي بي (ABB) او د چين په داياوان کې د امريکايي تصدۍ ايکسون موبيل (ExxonMobil ) پټرو کيمياوي پروژې په چين کې د خپلو پانګو د زياتولو خبر خپور کړی دی.
په روان کال کې چين کې د بهرنيو تصديو پانګونې زياتې شوې دي، چې دغې پانګونې د چين د اقتصاد په اړه د باور رايې بلل کېږي.
ولې بهرنۍ پانګې د چيني بازارونو په اړه ډېر باور لري؟ موږ د چين د جولای مياشتې له اقتصادي معلوماتو څخه يادې پوښتنې ته ځواب پيدا کولی شو.
د رسمي شمېرنو له مخې، په تېر جولای کې د چين د لويو صنعتي چارو د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله پنځه اعشاريه يو سلنه زياته شوې، د خدماتي چارو توليدي شاخص د تېر جون په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه لوړ او د مالونو او مسافرينو د لېږد رالېږد اندازې په جلا جلا توګه شپږ اعشاريه پنځه سلنه او څلور اعشاريه شپږ سلنه زياتې شوې دي. د چين د اقتصاد ثبات او پرمختګ په چين کې د بهرنيو پانګو د ټينګ باور لامل شوی دی.
سربېره پر دې، د چين لوی مصرف کوونکي بازار د بشپړوالي او لوړوالي په حال کې دی او ورڅخه د پانګونې او سوداګرۍ نوي فرصتونه رامنځته کېږي. په جولای کې چين کې د مصرفي توکو د پرچون ارزښت د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله دوه اعشاريه اووه سلنه زياتوالی او له جنورۍ څخه تر جولای پورې د خدماتي چارو د خرڅلاو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله اووه اعشاريه دوه زياتوالی ښیي. د چين حکومت په دې وروستيو کې د نويو ماشينونو او خدماتي توليداتو د اخيستلو په اړه د هڅوونکو اقداماتو معلومات خپاره کړي او زياتو بهرنيو تصديو د دغو فرصتونو لپاره ځانګړې ډلې جوړې کړې دي.
د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزې کمېټې درېيمې عمومي غونډې د لوړې کچې د اصلاحاتو د پياوړتيا او د بهرنيو پانګو د پراختيا په اړه مهم ترتيبات کړي، چې د ورخلاصون د ميکانيزمونو د بشپړوالي او په چين کې د بهرنيو پانګونو او په بهر کې د پانګونو د اداري سيسټمونو د اصلاحاتو د پياوړتيا په شمول يې تګلارې جوړې کړې دي. د دغو مهمو تګلارو د تطبيق په رڼا کې به د چين اقتصادي احيا دوام ولري، د روان کال د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ موخې به پوره شي او د چين له پرمختګ څخه به نړۍ ته فرصتونه برابر شي. همدغسې چین البته د ډېرو بهرنيو پانګو ښه انتخاب دی.