د لان څانګ سيند او ميکونګ سيند د سيمه ییزې همکارۍ په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو نهمه غونډه د اګست په ۱۶مه نېټه تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د تايلند بهرنيو چارو مرستيال وزيرې ايسلي بينتاتوجي په ګډه د دې غونډې مشري وکړه. د کمبوديا مرستيال لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير سوک چندا، د لاوس مرستيال لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير ساليوماکساي کوماسيح، د ميانمار مرستيال لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير تهان سوي، د ويتنام د بهرنيو چارو مرستيال وزيرې نګوين مين هانګ په کې ګډون درلود.
وانګ يي د لان څانګ سيند او ميکونګ سيند د سيمې همکارۍ په هکله څلور فقره ييز وړانديزونه وکړل:
لومړی باید سولې او ثبات ته پاملرنه وشي او پر ګډو هيلو ټينګار وشي.
دويم دې د نوښت ځواک ته پاملرنه وشي او په پرمختللو چارو کې دې همکارۍ پياوړې شي.
درېيم دې ګډ پرمختګ او د پرمختګ انرژۍ دې لوړې شي.
څلورم دې د خلکو تر منځ تفاهم زيات شي او د لان څانګ سيند او ميکونګ سيند سيمې فرهنګ دې لا بډای شي.