د اګست په ۱۶مې نېټې پېټونګتارن شیناوترا د تایلند د ۳۱مې دورې لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوې.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په ۱۶مې نېټې په دې اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې هېواد يې د تايلند د نوې لومړۍ وزيرې په توګه د مېرمن پېټونګتارن شیناوترا د ټاکل کېدو په اړه مبارکي څرګنده کړې او باور لري، چې د تايلند خلک به د پرمختګ په لار کې لا نور زيات نوي برياليتوبونه تر لاسه کړي.
د نوموړي په خبره، چين او تايلند دوستانه ګاونډي هېوادونه دي او راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کليزې سره سمون ولري. چين غواړي له تايلند سره خپلمنځي دوديزه دوستي لا نوره پراخه کړي، ستراتيژيکې تبادلې ټينګې کړي او واقعي همکارۍ ژورې کړي، څو د چين او تايلند د ګډ برخليک د ټولنې ابادي پياوړې کړي.