د چين د سوداګرۍ وزارت وياند هه يا دونګ اعلان وکړ چې د چين او روسيې د موافقې له مخې، د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو د منظمې غونډې ٢٨مه غونډه به د اګست له ١٩مې نېټې څخه تر ٢٠مې نېټې پورې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تر سره شي. د چین مرستيال صدراعظم هه لي فنګ به د روسيې له مرستیال صدراعظم دیمیتري چرنيشنکو سره په ګډه د دغې غونډې مشري وکړي.