د غزې د اوربند په اړه د مذاکراتو نوی پړاو پر ځايي وخت د اګست په ۱۶مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شو. قطر، مصر او امريکا په همدې ورځ يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او دغه دوه ورځنۍ خبرې اترې يې رغنده او جوړونکې بللې دي.
نوموړو درېيو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې لوړ پوړو چارواکو يې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په دوحه کې د غزې د اوربند او د نيول شويو وګړو د خوشي کولو لپاره يو لړ ناستې تر سره کړي او په مثبته فضا کې يې پر يادو مسئلو جدي او رغنده خبرې اترې کړې دي.
په دغه اعلاميه کې راغلي، چې امريکا د مصر او قطر په ملاتړ د اګست په ۱۶مه نېټه د اوربند تړون په اړه يوه انتقالي لايحه وړاندې کړې ده. دغه لايحه د اوربند تړون له هغه پلان سره سمون لري، چې په تېره مې مياشت کې د امريکا د ولسمشر جو بايډن له خوا وړاندې شوی او هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۷۳۵م پرېکړه ليک له اصولو سره برابر دی. دغه لايحه په تېره يوه اووني کې د ښکيلو خواوو د توافقاتو پر بنسټ جوړه شوې او د چټک تطبيق له لارې د بېلا بېلو خواوو پاتې توپيرونه لرې کولی شي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، د درې واړو خواوو تخنيکې ډلې به په راتلونکو څو ورځو کې د دغه تړون د پلي کېدو په برخه کې د بشري مرستو او بندیانو د خوشي کېدو په اړه د ترتیباتو تفصيلات لا بشپړ کړي. د درېيو هېوادونو چارواکي به د راتلونکې اوونۍ له پايه مخکې په قاهره کې د مذاکراتو راتلونکی پړاو پيل کړي او هڅه به وکړي، چې د ۱۶مې نېټې د لايحې په اساس په غزه کې د اوربند تړون توافق ته ورسوي.
اسرائيلو او حماس د غزې د اوربند په اړه په دوحه کې د تېرو پړاوونو مذاکراتو ته مختلف غبرګون ښودلی.
که څه هم حماس د دوحې د دغو مذاکراتو په اړه هيڅ رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې، خو زياتو چارواکو يې ناخوښي څرګنده کړې ده. د حماس یوه جګ پوري چارواکي اسامه حمدان د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه ويلي، چې اسرائيل د غزې د اوربند په اړه د نورو زياتو نويو شرايطو د وړاندې کولو له لارې د خبرو اترو پر وړاندې د خنډونو اچولو په هڅه کې دي. هغه زياته کړه، چې که اسرائيل مثبت پيغام ورکړي، حماس به خبرې اترې ومني، خو تر اوسه دغه حالت نه دی پيدا شوی.
د امريکا ولسمشر جو بايډن په همدې ورځ ويلي، چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون ته د رسېدو امکان تر پخوا بل هر وخت لوړ دی. که څه هم دغه تړون نه دی یقیني شوی، خو ښکيلې خواوې د مذاکراتو د دغه پړاو د پيل تر پخوا وخت د تړون لاسليک ته نږدې شوي دي.
د خبري رسنۍ خبرونه ښيي، چې د توافق پر وړاندې دوه عمده خنډونه شتون لري. يو يې دا دی، چې اسرائيل د غزې او مصر ترمنځ د سرحدي سيمې په فيلاډيلفي دهليز او د غزې په منځ نيچاريم دهليز کې د خپلو میشتو ځواکونو پر پاتې کېدو ټينګار کوي. بل خنډ دا دی، چې اسرائيل د غزې شمال ته د وسله والو د بېرته ستنېدو د مخنيوي لپاره د بیاکتنې میکانیزم د جوړولو غوښتنه کوي. حماس د يادې غوښتنې د خبرو اترو پر وړاندې د اسرائيلو له خوا وړاندې شوي نوي شرايط بللي او غوښتنې يې رد کړې دي. حماس پر خپلو غوښتنو ټينګار کړی، چې اسرائیل بايد په هراړخيزه توګه له غزې څخه خپل ځواکونه وباسي، دايمي اوربند دې ومني او بې له شرط پرته دې د غزې خلکو ته د غزې شمال ته د سيتندو اجازه ورکړي.