یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

نړۍ د چين پر اقتصاد باور لري

اگست 19, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0
default

default

د چين د شمېرنې ملي ادارې په دې وروستيو کې د جولای مياشتې د ملي اقتصاد معلومات خپاره کړي. دا معلومات ښيي، چې د چين ملي اقتصاد د ثبات او پرمختګ په حال کې دی. بهرنيو اقتصاد پوهانو ویلي، چې د پېچلي او ستونزمن بهرني چاپيريال پر وړاندې د چين د توليدي اړتياوو دوامداره پوره کېدو، د نويو خوځنده ځواکونو له پراختيا او د باکيفيته پرمختګ له پياوړتيا څخه د دغه هېواد انعطاف منونکی اقتصاد او اغېزمنې تګلارې څرګندې شوې دي. د اصلاحاتو د ژورتيا او د لوړې کچې د ورخلاصون د پراختيا په برخو کې د چين اقدامات د دغه هېواد د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور دي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او پرمختګ ټينګ ملاتړ به وکړي.

د چين رسمي شمېرنې ښيي، په تېر جولای کې چين کې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو عمومي ارزښت ۳۷۷۵ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲،۷٪ زياتوالی ښيي. د سپورټي توکو توليدولو جرمني تصدۍ اډيډاس لومړي اجرائيوي مشر بجون ګولډن خبريال ته ويلي، چې له روغتيا سره د چيني مشتريانو علاقه ځکه لوړېږي چې سپورټي توکو ته د دوی اړتياوې د زياتوالي په حال کې دي. اډيډاس د چين بازار ته په درنه سترګه ګوري او په دغه هېواد کې به خپلې چارې پراخې کړي.

د چين اقتصاد د ثبات تر څنګ کيفيت يې هم لوړ شوی، د عنعنوي صنايعو د اصلاح او باکیفیته کېدو چارې روانې دي او نوې صنايع او د راتلونکې لپاره مهم صنایع مخ پر پياوړی کېدو دي. په تېر جولای کې چين کې د لوړې ټېکنالوژۍ د لويو توليدي چارو د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۱۰٪ زياته شوې.

د برېښنايي موټرو چيني تصديو په نړيوالو بازارونو کې د پام وړ پرمختګونه موندلي. د امريکا يوبر (Uber)، چې پر ګرځنده انترنیټ د ټکسي د غوښتلو خدمتي شرکت دی، په دې وروستيو کې يې اعلان کړی چې د چين بي وای ډي (BYD) به يوبر ته ۱۰۰ زره برېښنايي موټر برابر کړي او د دواړو خواوو ترمنځ همکاري به لومړی له اروپا او لاتيني امريکا څخه پيل شي او منځني ختيځ، استراليا او نوي زيلنډ ته به وغځېږي.

بلومبرګ خبري اژانس اټکل کړی، چې د چين د کورني توليد په عمومي ارزښت کې د نوې انرژۍ مصرفونکو موټرو، ليتيوم بټرۍ (lithium battery) او لمريزې انرژۍ توليداتو له صنايو پرته د لوړې ټېکنالوژۍ صنعتي چارو ونډه د ۲۰۱۸م کال له ۱۱٪ څخه د ۲۰۲۶م کال ۱۹٪ ته ورسيږي، که نوموړې درې صنايع په شمېرنه کې شامليږي، دغه ونډه به په ۲۰۲۶م کال کې ۲۳٪ ته لوړه شي.

د پاريس د اولمپيک لوبو په ترڅ کې، د چين علي بابا ډلې د فرعي شرکت علييون د کلاوډ اساسي تاسيساتو او خدمتي چارو تر ملاتړ لاندې د لوبو د ژوندې خپرونو سيګنال له ۲۰۰ زياتو هېوادونو او سيمو ته ليږلي. بر سېره پر دې، علي بابا ډلې پر همدې مهال په پاريس کې يو نندارتون جوړ کړی او نندارچيانو ته يې مصنوعي ځيرکتيا په مټ د شيانو اخيستلو د راتلونکې او نوې طريقې تجربې ورکړې. یوه فرانسوي ځوان ليوو جنار، چې له دغه نندارتون څخه يې ليدنه کړې، د چين د ټېکنالوژۍ ډېره ستاينه کړې.

په چيني چارو کې د برازيل د څېړنيز مرکز مدير روني لينس ويلي، چې چين د زرغونې ټېکنالوژۍ او ډيجيټلي اقتصاد په شمول د نويو صنايعو پرمختګ هڅوي او د چين په ملي اقتصاد کې د دغو صنايعو مهم رول لا څرګنديږي.

چين په روان کال کې د لوړې کچې د ورخلاصون لپاره د نظامونو او سيستمونو د بشپړولو لپاره یو لړ اقدامات کړي. د بهرنيو شخصيتونو په اند، چين د باکيفيته پرمختګ د پياوړتيا، د عمومي اقتصاد د ثبات او پرمختګ د ساتنې، د کورني پولي بازار د خونديتوب، د اصلاحاتو او ورخلاصون د پراختيا په هڅه کې دي او دغې هڅې به يې د نړۍ د اقتصادي پرمختګ، سوداګرۍ او ورخلاصون لپاره ګټورې وي او هم به نور زيات فرصتونه برابر کړي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In