CGTN په دې وروستيو کې له چينه بهر هېوادونو کې يوه سروې کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ زرو زياتو بهرنيو انټرنيټ کاروونکو پکې ګډون کړی. د دغه سروې ۸۸،۹۵٪ ګډونوالو په امريکايي ځواکونو کې د جنسي تيريو په شمول پر بشري حقونو د تيري کوونکو کړنو شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د امريکا برون پوهنتون څو ورځې مخکې د يوې څېړنې راپور خپور کړی. په دغه راپور کې ويل شوي، چې په ۲۰۲۳م کال کې د امريکايي ځواکونو په داخل کې د جنسي تيري قضيو شمېر ۷۳۶۹۵ ته رسېدلی او دغه شمېر د ياد هېواد له اټکله له دوو چندو زيات دی، چې تر پخواني اټکل له مخې ۲۹۰۰۰ و. د سروې د ۹۴،۲۱٪ ګډونوالو په اند، امکان شته چې د امريکا حکومت يادې پېښې پټې کړې وي.
د امريکا د سرتيريو د جنسي تيريو خبرونه ډېر ليدل شوي، خو د امريکا پوځي ادارې له اوږدې مودې راهيسې بهر کې پلټنې رد کړې او څرګنده کړې يې ده چې پوځي ډيسپلين يې په داخلي سيسټم کې د تطبيق په حال کې دی. د سروې ۹۳،۹٪ ګډونوالو د ياد وضعيت په اړه ويلي، چې امريکايي ځواکونه خپل اعتبار له لاسه ورکړی او اعلاميې يې د باور وړ نه دي. د سروې ۹۴،۹٪ ګډونوالو غوښتنه کړې، چې د امريکايي ځواکونو د جنسي تيريو په اړه دې خپلواکه پلټنه تر سره شي، څو مسئله کې اخلاص او عدالت تامين ثابت شي.