د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اګست په ۱۹مېه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډهکې وويل، چې چين به سابينا پرښې ته د فيليپين د غيرقانوني ننوتنې پر وړاندې سخت تدبيرونه ونيسي.
نوموړې په ياده غونډه کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د فيليپين د سمندري پوليسو دوې بېړۍ د چيني حکومت له اجازې پرته د دغه هېواد د نان شا ټاپوګانو سابينا پرښې ته نږدې سمندري سيمې ته ننوتلې دي او د چين د سمندري پوليسو له مخنيوي او خبرداري سره سره يې بيا هم په قصدي ډول د دغو پوليسو له بېړۍ سره ټکر وکړ او د دې پېښې مسووليت د فيليپين پر غاړه دی.
ماو نينګ زياته کړه، چې چيني لوري د فيليپين له يادو اقداماتو سره کلک مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي، چې د قانون له مخې به سخت تدبيرونه ونيسي، څو خپل ملي حاکميت او سمندري ګټې وساتي او « د جنوبي سمندرګي د بېلابېلو خواوو د اقداماتو اعلاميې» اصول وساتي.