د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۲۰مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د اولمپيک ۳۳مې دورې په پاريس دوبنيو لوبو کې د چين د ګډون وال سپورټي پلاوي له ټولو غړو سره وکتل.
رئيس شي جين پينګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، د سپورټي پلاوي ټول غړي په پاريس کې يو موټی شوي، په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره يې تر ټولو ښې پايلې تر لاسه کړې او د خپل وطن او وطنوالو لپاره يې وياړي ګټلي دي.
نوموړي د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازيتوب د ياد سپورتي پلاوي د بېرته راتګ هرکلی وکړ او ټولو غړو ته يې مبارکي او سلامونه ويلي دي.