د چين صدراعظم لي چيانګ د اګست په ۲۱مې نېټې د روسيې په پلازمېنې مسکو کې کريملين ماڼۍ کې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره کتلي دي.
لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او روسيې مشرانو د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵ مې کاليزې په درشل کې دوه ځلې لېدنې کړي او د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د لا ژورتيا لپاره يې نوې نقشه پنځولې او خپلمنځي اړيکې يې په خوځښت راوستلې دي.
نوموړي د چین او روسيې د اړيکو ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو او د خلکو له بنسټیزو ګټو سره سم، بلکې د سيمې او حتی د نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره يې هم ګټور بللی دی.
لي چيانګ ويلي، چين به له روسيې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو د پلې کولو، د دوه اړخيزو اړيکو د ښه پرمختیايي تمايل د ساتلو، د ګډو ګټو پر بنسټ د دوه اړخيزو همکاريو د پراخوالي او د لازياتو لاسته راوړنو لپاره ګډې هڅې وکړي.
ولسمشر پوتين ويلي، چې روسيه به له چين سره د ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا، د کلتوري تګ راتګ د زياتوالي او د برېکس هېوادونو په شمول څو اړخيزو چوکاټونو کې د تبادلو او همکاريو د لا ژورتيا لپاره ګډې هلې ځلې وکړي او په نوې زمانې کې به د دواړو هېوادونو هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا پرمختګ وکړي.