د چين او افريقا د رسنيزې همکارۍ شپږم فورم او د چين او افريقا د فکري مرکزونو لوړ پوړی ډيالوګ د اګست په ۲۱مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.
د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د همدې کمېټې د تبليغاتي څانګې مشر لي شو لې هم ګډون او وينا کړې ده.
د غونډې ګډونوالو ويلي، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ او د افريقايي هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې، چين او افريقا اوس د ګډ برخلیک د خپلمنځي ټولنې د ګډې ابادۍ نوي پړاو ته داخلې شوې دي.
ټاکل شوې، د چين او افريقا د همکارۍ فورم سرمشريزه به ډېر ژر په بېجينګ کې ترسره شي او دا د چين او افريقا د دوستۍ او يووالي د پياوړتيا لپاره يوه بله ستره غونډه بلل کيږي.
مشر لي شو لې ياد فورم ته په وينا کې ويلي، چې د رسنيو او فکري مرکزونو شخصیتونه دې د رښتينې او پاکې مفکورې پر اساس چارې پرمخ بوځي، د چين او افريقا ترمنځ دوديزې دوستۍ ته دې پاملرنه او د همکارۍ او پرمختګ کېسې دې بیان کړي او د دواړو هېوادونو د عصري کېدو لپاره دې خدمتونه وکړي.