د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د سپتمبر په ۵مې نېټې د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکاريزې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.
رئيس شي به د دغې سرمشريزې په ترڅ کې د افريقايي مشرانو او د افريقايي او نړيوالو سازمانونو د استازو د هرکلي لپاره مېلمستيا او اړوند فعاليتونه ترسره کړي.