په چين کې د جاپان سفير کينجي کاناسوګي په دې وروستيو کې په جاپاني رسنيو کې يوه لېکنه خپره کړې او پکې يې لیکلي، چې چين د برېښنايي موټرو، ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.
نوموړي ليکلي، د جاپان او نړۍ اقتصادي وده د چين له اقتصاد سره نه شلېدونکی تړاو لري او جاپان بايد د چين له اقتصادي فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اګست په ٢٢مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د سفير کينجي کانسوګي ياد نظر رغنده، د چين اقتصادي وده د نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره پياوړی ځواک او سمسورتيا يې د نړيوالې سمسورتيا لپاره مهم فرصت بللی دی.
هغې پر دې ټينګار کړی، چې چين د جاپاني شرکتونو په شمول د مختلفو هېوادونو د شرکتونو هرکلی کوي، چې د چين د پرمختګ له ګټور فرصتونو څخه ګټې واخلي.