یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د فوکوشيما د ککړو اوبو د تخلیې يو کلني او اندېښنې چې لا پر ځای پاتې دي

اگست 26, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

په کور د ننه او نړيواله کچه له مخالفتونو سره سره اوس يو کال پوره شو چې د جاپان حکومت د فوکوشيما له ډايچي اټومي بټۍ څخه ارام سمندر ته د ککړو اوبو تخليه کول پيل کړي دي.

د تېر کال له اګسټ راهيسې تر دې دمه اته ځلې ککړې اوبه ارام سمندر ته تخليه شوې دي. د جاپاني چارواکو او د توکيو د برېښنايي انرژۍ کمپنۍ د چارواکو په خبره چې د ډايچي اټومي بټۍ اوبه سمندر ته تر پرېښودل کېدو مخکې فلټر کيږي او پر معيار تر برابريدو وروسته تخليه کيږي. د دوی په خبره چې د اټومي بټۍ ککړې اوبه د مايعاتو د پروسس د يوه پرمختللي سيسټم پر مټ ارزول کيږي او د جاپان د حکومت د خونديتوب پر معيارونو برابريږي چې ياد معيارونه د اټومي انرژۍ د نړيوال اژانس له لوري هم تاييد شوي دي. د توکيو د برېښنايي انرژۍ کمپنۍ چارواکي له دې ټولو سره سره هم دا مني چې د ډايچي اټومي بټۍ ککړې اوبه چې ارام سمندر ته تخليه کيږي لا هم ځينې راډيواکټيف مواد لري. په شته ټکنالوژۍ له اوبو د راډيواکټيف موادو بېلول ممکن نه دي.

د زرغونې سولې د چاپېريال ساتنې ګروپ د اندېښنو په څرګندولو سره ويلي چې د اټومي بټۍ د اوبو فلټر کول به ډېر اغېزناک نه وي او په پراخه پيمانه راډيواکټيف مواد پکې پاتې کيږي چې وروسته په ارام سمندر کې تخليه کيږي.

که څه هم د جاپان حکومت او د توکيو د برېښنايي انرژۍ کمپنۍ په وار وار ډاډ ورکړی چې ارام سمندر ته د ډايچي اټومي بټۍ د ککړو اوبو د تخليې پلان خوندي او بشري روغتيا ته یې ګواښ خورا کم دی، خو د دغه پلان پر وړاندې په کور دننه او نړيواله کچه مخالفتونه او اعتراضونه په ډيرېدو دي. د جاپان ګاونډي هېوادونه وضعيت له نږدې څاري او په دې اړه يې جدي نارضايتي څرګنده کړې ده.

وروسته تر هغې چې جاپان ارام سمندر ته د ککړو اوبو تخليه پيل کړه، چين له دغه هېواده د سمندري خوړو واردات بند کړل. د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۲۴مه نېټه د چين د ګمرکونو عمومي ادارې اعلان وکړ چې د خوړو د خونديتابه او پر راډيواکټيف موادو د ککړتيا د ګواښ د کمولو په موخه به د ټولو هغو سمندري محصولاتو پر وارداتو بنديز ولګوي چې جاپاني منشأ ولري.

په ۲۰۲۲ م کال کې د جاپان د سمندري محصولاتو د صادراتو ارزښت ۳۸۷ ميليارده ينه يا ۲.۶ ميلیارده امريکايي ډالره و. د صادراتو ۴۰ سلنه يې يوازې چين او هانکانګ ته کېدل، له همدې کبله د چين بنديزونو د جاپان د سمندري محصولاتو صادراتو ته کلکه ضربه ورکړه.

که څه هم د جاپان لومړي وزير فوميو کشيدا هغه مهال ويلي وو چې توکيو به د داسې پلانونو پلي کېدلو ته اجازه ور نه کړي چې د جاپان پر خلکو او نړيوال چاپېريال ناوړه اغیزې ولري، او حکومت به یې په دوامداره توګه هڅه وکړي چې په دې برخه کې د علومو پر بنسټ نوښتونو او لوړې کچې شفافيت ته ادامه ورکړي. خو تر دې مهاله داسې ښکاري چې جاپاني چارواکي پر دې نه دي بريالي شوي چې له اغېزمنو شويو کب نيوونکو او ګاونډيو هېوادونو سره اغېزناک روابط ټينګ کړي. دغه راز یې په اوږدمهال کې د خونديتابه لپاره د پام وړ لارې چارې رامنځته کړې دي.

د توکيو د برېښنايي انرژۍ کمپنۍ هم دا ډاډ نه شي ورکولی چې د ککړو اوبو چاڼخونه به د اوږدمهال لپاره خپل مؤثريت وساتي. د فوکوشيما د بټۍ وروستي ناسم مديريت اندېښنې لا ډيرې کړې دي. د تېرې فبرورۍ په اوومه نېټه د بټۍ يو صفاکار د ککړو اوبو د يوه نل خلاصوالي ته نه و متوجه شوی او په پایله کې یې په راډيواکټيف موادو ککړې اوبه بهر ته ليک شوې وې. هغه مهال د چاڼخونې ککړې اوبه له هغو خوږو اوبو سره ګډې شوې وې چې د صفايۍ لپاره کارول کېدې او په پايله کې یې ټولې بهر ته تخليه شوې وې.

د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر مياشت کې په چاڼخونه کې د ککړو اوبو يو نل مات شو او اوبه یې د دوو کارکوونکو پر بدنونو ور تویې شوې چې په پايله کې یې دواړه روغتونونو ته ورسول شول.

له تاريخي پلوه سمندرونو ته پر اټومي موادو د ککړو اوبو تخليه بې مخينې چاره ده، له همدې کبله د اوږدمهال لپاره د وضعيت څار اړين دی. د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ پلاوي د جنورۍ په ۳۰مه په خپل يوه راپور کې ويلي چې د جاپان د ککړو اوبو تخليه لا هم په ابتدايي مراحلو کې ده او په دې برخه کې د پرمختګونو لپاره لا ډير وخت او عملياتي تجربې ته اړتيا ليدل کيږي.

د جاپان حکومت بايد په کور دننه کب نيوونکو او ګاونډيو هېوادونو مشروع اندېښنو ته درناوی وکړي. دغه راز بايد له ټولو سره په درناوي اړيکې ټينګې کړي او د نړيوالې ټولنې د اندېښنو د کمولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In