د امریکا سوداګرۍ وزارت د چين يو شمېر تصدۍ له روسيې سره د همکاريو په پلمه د صادراتو په تور لېست کې شاملې کړې دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د اګست په ۲۵مې نېټې د امریکا له يادو اقداماتو سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.
چين د امریکا ياد اقدامات یو اړخیز او له نړيوال سوداګريز سیسټم او مقرراتو سره په ټکر کې بللي او له واشنګټنه یې غوښتي، چې سمدلاسه خپلې تېروتنې سمې کړي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ويلي، د امريکې دغسې کړنې به د نړیوال سوداګريز تګ رانګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د نړۍ د صنعتي ځنځير پر امنيت او ثبات به ناوړه اغېزې وکړي.
چين ويلي، اړين تدبيرونه به ونیسي او د خپلو تصديو حقونه او ګټې به خوندي وساتي.