د ۲۰۲۴م کال د چین د تولیداتو او خدمتونو نندارتون د اګست په ۲۶مې نېټې په بېلاروس ( د چین او بېلاروس صنعتي زون) کې پرانيستل شو.
په بېلاروس کې د چين سفير شيې شیاو يونګ د ياد نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې دغه نندارتون د چين او بېلاروس د تصديو همکاريو لپاره مهم پل جوړ کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزو همکاریو ته يې نوي مهم فرصتونه برابر کړي دي.
د بېلاروس د اقتصادي چارو وزارت مرستيال ابرامېنکو ویلي، چې د بېلاروس او چين ترمنځ سوداګريزو اړيکو ثابت پرمختګ کړی او د هر فصل ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې يې نورې هم ټيڼګې شوې دي.
نوموړي ويلي، بېلاروس او چين به د تخنيکي همکاريو د ژورېدو، د صنعتي ځنځير او سوداګریو د ښه کېدو، د نويو صنايعو د پياوړتيا او د ډيجټلي اقتصاد د پرمختګ لپاره ګډې هڅې او همکارۍ وکړي.