د پاکستان د بلوچستان ایالت په څو سیمو کې د اګست په ۲۶مې نېټې لړيز بريدونه شوي، چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزات وياند لين جيان د روانې مياشتې په ۲۷مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې چين په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو سخته غندنه کوي او پر وژل شويو کسانو خواشيني او کورنيو او خپلوانو سره یې خواخوږي څرګندوي.
اورپکو د روانې مياشتې په ۲۵مې نېټې د بلوچستان په ډېرو سيمو کې ټرانسپورټي او طبي تاسيسات ويجاړ کړي، د پوځ او پوليسو پر ادارو يې بريدونه کړي او ګڼ شمېر بې ګناه وګړي يې وژلي دي.