د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړیکو څانګې مشر ليو جيان چاو د اګست په ۲۷مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د کمبوډيا د مرستيال صدراعظم هون ماني په مشرۍ يوه پلاوي سره کتلي دي.
نوموړي په همدې ورځ د قزاقستان د امانت ګوند د اجرايوي منشي کاري بېک په مشرۍ يوه قزاقي پلاوي او ورپسې یې د المان د ټولنيز ډيموکرات ګوند د رئیس ميزنيچ په مشرۍ له يوه الماني پلاوي سره لیدلي او د ګوندونو ترمنځ د نظر تبادلو او همکاريو د ژورتيا او د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه يې ورسره د نظریو تبادله او بحثونه کړي دي.