د کاناډا حکومت پر چيني برېښنايي موټرو ګمرکي تعرفې لوړې کړي او چين یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند لين جيان د اګست په ۲۷مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د کاناډا له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او د خپلو قانوني ګټو د ساتلو لپاره به اړين تدبيرونه ونيسي او د چيني تصديو ګټې به خوندي وساتي.
چين له کاناډا څخه غوښتي، چې حقيقتونو او د سوداګرۍ نړيوال سازمان مقرراتو ته درناوی ولري، سمدلاسه دې خپلې تېروتنې سمې کړي او سوداګريزې راکړې ورکړې ته دې سياسي رنګ نه ورکوي.