د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مدیر وانګ يي د اګست په ۲۷مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر له مرستيال جاک سوليوان سره د نوې دورې ستراتيژيکې خبرې پيل کړې دي.
وانګ يي له نوموړي سره په خبره کې د چين او امريکا د مشرانو د سانفرانسيسکو د لېدنې د روحيې او لاسته رواړونو تطبیق د دواړو خواوو ګډه دنده او د روانې دورې د ستراتيژيکو خبرو عمده ټکي یاد کړي دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې په راتلونکو دوو ورځو کې له امريکايي لوري سره ژوره همغږي پيدا کړي او د پخوا په شان ورسره په ستراتيژيکي او واقعي ډول په مثبت لوري هڅې وکړي.
جاک سوليوان ويلي، د امريکا ولسمشر جو بايډن د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د سمون لپاره مسئولانه هلې ځلې کوي، سيالي په نښتې د بدلولو مخه نيسي او غواړي د ګډو ګټو د ترلاسه کولو په برخه کې همکارۍ وکړي.
سوليوان هيله څرګنده کړې، چې له چين سره د ستراتيژيکو خبرو اترو له لارې پر پراخو موضوعاتو بحثونه وکړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې ورسره پلي کړي.