د یانګځه سیند د ډیلټا سیمې د یو ځای کېدو پرمختګ د عمومي منشي شي جين پينګ لخوا طرحه، ترتیب او پرمخبېول شوې مهمه دولتي ستراتیژي ده.
د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډې کې پر دې ټينګار شوی، چې په هېواد کې د سیمه ییز همغږیز پرمختګ ستراتيژیک سیسټم باید ښه پلی شي، څو د یانګځه سیند د ډیلټا سیمې په شمول ډېر ځایونه د باکیفیته ابادۍ لپاره حیاتي ځواک برابر کړي.
شانګهای ښار او جیانګ سو او ان هوی ولایتونو د عمومي منشي شي جين پينګ په لارښوونې د سیمې د يو ځايي پرمختګ او باکیفیته پرمختګ د ترسره کولو په پار زیات کوښښونه کړي او د هېواد د ودې نمونې ګرځيدلې دي.