د ۲۰۲۴ کال د کمربند او لارې په اړه د رسنیو همکاریز فورم د اګست په ۲۸مې نېټې د چین د سه چوان ولایت په مرکز چنګدو ښار کې ترسره شو.
د فورم ګډونوالو د کمربند او لارې ګډه جوړونه نړۍ ته د ګټو رسونې او لاسته راوړنې ګټور فرصت بللی او له رسنيو يې غوښتي، چې د راپورونو د جوړونې په بهیر کې په زړه پورې معلومات او کېسې وړاندې کړي او د نړۍ لپاره دې خدمتونه وکړي.
په دغه فورم کې د نړۍ د ۷۶ هېوادونو د ۱۹۱ رسنیو مسئولینو او خبریالانو، کارپوهانو او د تصدیو استازو په شمول څه باندې ۲۰۰ کسانو ګډون کړی و.