د ملګرو ملتونو د پرمختګ پروګرام پخوانۍ چارواکې او د کينيا اقتصادي کارپوهه هانه رېد څو ورځې مخکې په يوې مرکې کې ويلي، چې افريقا له چین سره د همکارۍ په بهير کې اړتيا نه لري، چې خپله پاليسي بدله کړي او خپلې همکارۍ د افريقا د اړتياوو له مخې پرمخ بوځي.
د امریکا د نېشنل انټريسټ (The National Interest) مجلې د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي، چين د افريقا په شمول پرمختيايي هېوادونو ته ګڼ شمېر عامه تولیدات برابروي او د ډېرو هېوادونو ملاتړ يې خپل کړی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لین جيان د اګست په ۲۸مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې کې پدې اړه ويلي، چې هېواد یې له افريقا سره په همکاريو کې د دواړو خواوو د خلکو اساسي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.
نوموړي د افريقا د پرمختګ ملاتړ د نړيوالې ټولنې ګډ مسئوليت بللی او هيله يې ښودلې، چې د نړۍ نور هېوادونه هم د چين په شان په افريقا کې زیاته پانګونه وکړي، له نړيوالې ټولنې سره د افريقا د پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي او خلکو ته ګټې ورسوي.