په امریکا کې د چين سفير شيې فنګ د اګست په ۲۷مې نېټې د امريکا او چين شپږم سوداګريز فورم کې ګډون او وينا کړې ده.
شيې فنګ ويلي، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د زيرو سم لوبې (zero sum) اساس نه دی او کوم لوری به په تجارتي جنګ، صنعتي جنګ او تخنيکي جنګ کې ګټه ونه کړي.
نوموړي ويلي، چین او امريکا کولی شي، د سالمې سیالۍ په مټ ځانونه پياوړي کړي، جلا جلا پرمختګ وکړي او په ګډه سمسورتيا خوره کړي.
شیې فنګ زياته کړې، چين غواړي له امریکا سره ډيالوګ او تبادلې زیاتې کړي، خپلمنځي توپيرونه ورسره کنټرول او متقابلې ګټورې همکارۍ ورسره پراخې کړي، څو خپلمنځي اړیکې يې ثابتې او ښې پرمخ ولاړې شي.