د چین د دولت رئيس شي جین پینګ د اګست په ۲۷مه نېټه د افریقا ۵۰ هېوادونو اکاډمیکو شخصیتونو ته ځوابي پيغام ولېږه او پکې يې دوی هڅولي چې د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو او د افريقا په شمول د نړۍ پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتنې لپاره علمي او اکاډمیک ملاتړ مهیا کړي.
شي جین پینګ وویل، چین او افریقا تل د ګډ برخليک ټولنه ده. د نړۍ پېچلي وضعیت ته په غبرګون کې چین او افریقا باید د پخوا په پرتله لا ډېر يووالی او همکاري وکړي. همدارنګه د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم نوې سرمشريزه غونډه به تر سره شي او د چين او افريقايي هېوادونو مشران به يو ځل بيا سره راغونډ شي او د خپلمنځي همکاریو پر پلانونو به بحثونه وکړي.
په دې وروستیو کې د جنوبي افريقا پخواني لوړ پوړي ډيپلومات او د جه جيانګ د دارلمعلمين د افريقايي اکاډمي پروفيسور ګیرټ ګروبلر د ۵۰ افريقايي هېوادونو له ۶۳ اکاډمیکو شخصیتونو سره يو ځای د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام ليکلی و چې د چين کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې د بریالي تر سره کېدو له امله يې ورته تود هرکلی او مبارکي وویله، د چين او افريقا د همکارۍ فورم د تاريخي لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه او د فورم نوي سرمشريزې ته یې هیلې څرګندې کړې.