د افريقا همکاران په نوم رسنۍ فعاليت د اګست په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او يادې کمېټې د مطبوعاتي څانګې مشر لي شو لې د ويډيو له لارې په دغه فعاليت کې ګډون او وينا وکړه.
د يوګانډا ولسمشر په شمول د افريقايي هېوادونو مشرانو ويډيويي پيغامونه لېږلي او هيله يې ښودلې چې د چين او افريقا رسنۍ دې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.
ياد فعاليت د چين مېډيا ګروپ لخوا جوړ شو او د چين او د څه دپاسه ۲۰ افريقايي هېوادونو د نړیوالو سازمانونو، رسنيو او فکري ادارو څخه څه دپاسه ۲۰۰ استازو پکې برخه اخيستې ده.
ګډونوالو ويلي، چې د چين او افريقايي هېوادونو تر منځ اړيکې د رئيس شي جين پينګ او د افريقايي هېوادونو مشرانو تر لارښوونې لاندې پرمخ یوسي. د چين او افريقا د همکارۍ فورم د ۲۰۲۴م کال سرمشريزه غونډه به ژر په بېجينګ کې تر سره شي او د چين او افريقايي هېوادونو تر منځ اړيکې به لا پرمختګ ومومي.