د چين خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په لومړۍ نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې په جلا جلا توګه د جنوبي افريقا او سنيګال له خارجه وزيرانو رونالډ لمولا او يچين فال سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.
وانګ يي له نوموړو سره د کتنو په ترڅ کې ويلي، د چين او افريقا د همکاريز فورم نوې سرمشريزه به ژر پيل شي او دغه فورم په تېرو ۲۴ کلونو کې افريقا ته چټک پرمختګ ورکړی، د جنوب او جنوب ترمنځ د همکارۍ مهم بيرغ يې ګرځېدلی او له افريقا سره د نړيوالو همکاریو لارښوونه يې کړې ده.
نوموړي ويلي، چين نيت لري چې له افريقايي لوري سره په نژدې همکارۍ د دواړو خواوو د يووالي او دوستۍ په پار يوه بله بريالۍ سرمشريزه جوړه او د چين او افريقا د همکارۍ نوې څپه راپورته کړي. چين د افريقايي هېوادونو ټينګ ملاتړ کوي، چې د خپل پرمختګ او سمسورتيا حقه حقوق خوندي وساتي او ورسره به د يوې مساوي، منظمې او څو قطبيزې نړۍ د ابادۍ او د اقتصاد د جهاني کېدو بهير د پرمخبېولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
د جنوبي افريقا خارجه وزير رونالډ لمولا له وانګ يي سره په خبرو کې ويلي، چې دواړو هېوادونو د ولسمشر ماتاميلا سيريل رامافوسا او رئيس شي جين پينګ د ستراتيژيکو لارښوونو په رڼا کې هراړخيز ستراتيژيک مشارکت جوړ کړی دی. نوموړي ويلي، د جنوبي افريقا د ملي يووالي حکومت د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار لري، له نړيوالو وړانديزونو څخه يې ملاتړ کوي او غواړي له چيني لوري سره د سراسر جنوبي هېوادونو (Global South) ترمنځ يو موټی والی او همکارۍ په ګډه پرمخ بوځي.
د سينيګال خارجه وزيرې يچين فال له وانګ يي سره د کتنې په ترڅ کې د سنيګال او چين اړيکې خورا مهمې او له اهميته ډکې بللي او په وينا يې، دواړو هېوادونو تل يو د بل درناوی کړی دی.
نوموړې ويلي، د سنيګال ولسمشر باسيرو ديومايې فايې به د چين او افريقا همکاريز فورم د سرمشريزې په درشل کې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړي. دا به بهر ته د افريقا د ولسمشر فايې لومړی سفر وي.
خارجه وزيرې فال هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه له دغې رسمي لېدنې څخه ګټه پورته او هراړخيز ستراتيژيک مشارکت نور هم ټينګ کړي.