سي جي ټي اېن(CGTN) د چين ژنمين پوهنتون سره په ګډې همکارۍ د کمېرون، بوتسوانا او مصر په شمول لسو افريقايي هېوادونو کې سروې ترسره کړې او ۱۰۱۲۵ ځوانان یې د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو اړه پوښتلي دي.
د سروې ۹۰،۴٪ ګډونوال په دې نظر دي، چې له افريقا سره د همکاريو په اړه د چين کړنې او مفکورې په نړيوالو چارو کې د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو نمونه ګرځېدلې او د نړيوال ادارې سيسټم د اصلاح لپاره يې مهم پلان برابر کړی دی.
د سروې ۸۱،۷٪ ګډونوالو ويلي، چين تل د افريقا درناوی کړی، خواخوږي یې ورسره ښودلې او ملاتړ يې ترې کړی دی او چينايان له افريقايانو سره په سختۍ کې درېدلي او يو له بل سره يې مرستې کړې دي.
د سروې ۷۸،۲٪ ګډونوال په دې نظر دي، چې چين خپل پرمختګ په ډېرو هڅو له افريقا سره تړلی او د دواړو خواوو پرمختګ او همکارۍ یې سره پيوست کړې دي.