د چين دولت رييس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د کانګو له ولسمشر فېليکس تشيسيکېدي سره ليدلي او د نوموړي تود هرکلی یې کړی دی.
ولسمشر فېليکس تشيسېکېدي د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزې کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.
رئیس شي جين پينګ ويلي، چين او کانګو د تېر کال په مې مياشت کې خپلمنځي اړيکې هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته پورته کړي او په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکاريو پرمختګ کړی او دواړو هېوادونو ته يې ګټې رسولې دي.
فېليکس تشيسېکېدي ويلي، چې کانګو او چين ټينګه دوستي لري او خپلمنځي همکارۍ يې د متقابل درناوي او باور پر بنسټ مخ ته ځي او ګډې ګټې مومي.
نوموړي ويلي، کانګو د رئيس شي جين پينګ د سترو لارښوونو د توان ستاينه کوي او هيله يې ښودلې، چې هېواد به یې د چين د برياليتوب تجربې زده کړي.
فېليکس تشيسېکېدي زياته کړې، چې هېواد يې د چين همکاريو ته لومړيتوب ورکوي او خپلمنځي دوستي او همکارۍ به ورسره نورې هم ژورې کړي.
د مالوماتو له مخې، چين او کانګو به د چين او افريقا د همکارۍ فورم د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې د اقتصادي همکاريزو اړيکو د پرمختګ، د انساني سرچېنو د غوړېدو، د ګمرکي توان د لوړولو او د رسنيو په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو تړونونه لاسليک کړي.