د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د توګو له ولسمشر فاوري ايسوزيمنا سره کتلي او په ګډه يې اعلان کړی، چې د چين او توګو ترمنځ اړيکې به هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا ته لوړې کړي.
د توګو ولسمشر فاورې د چين او افريقا د همکاريز فورم په سرمشريزه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته تللی دی.
شي جين پينګ له خپل توګويي سیال سره په لېدنې کې د چين او توګو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د چين او فريقا د همکاريز فورم د ميکانيزم د جوړونې لپاره د فاورې خدمتونه ستايلي او ويلي يې دي، چې چين د افريقا د ځاني پرمختګ او د يووالي بهير ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړې، چې دغه سرمشريزه به د چين او افريقا د همکاريو نوې نقشه وپنځوي او د دواړو خواوو د اړيکو نوې پاڼه به واړوي.
ولسمشر فاورې ويلي، چې په نړۍ کې خطرونه او ګواښونه په زياتېدو دي او په داسې حال کې د چين ملاتړ او مرستې د افريقايي هېوادونو د امنيت او پرمختګ لپاره خورا اهميت لري. نوموړي ويلي، له چين سره دوستانه تګ راتګ او همکاريو د توګو ظرفيت او پرمختګ پياوړی کړی او هېواد یې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، علمي ټېکنالوژۍ او ډيجيټلي اقتصاد په برخو کې له چين سره زياتو همکاري ته سترګه په لار دی.
نوموړي ويلي، توګو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري، د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په برخه او هم د تايوان او جنوبي سمندرګي په چارو کې د چين د دريځ ملاتړ کوي.