شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

    پاکستان: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان او سیمې هېوادونو په همکارۍ بشپړه شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چين او جنوبي افريقا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لاسته راوړنې

سپتمبر 3, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

په پام کې ده، چې د چين او افريقا د ۲۰۲۴ کال همکاريز فورم سرمشريزه به د سپتمبر له ۴مې نه تر ۶مې نېټې پورې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شي او د کمربند او لارې باکيفيته ګډه ابادي به يې د بحث يوه عمده موضوع وي.

د يادې سرمشريزې مطبوعاتي مرکز د سپتمبر په ۲مې نېټې رسماً فعاليت پېل کړی او اړوند مسؤل يې د دغې سرمشريزې لومړۍ خبري ناستې ته ويلي، چې چين او افريقا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې زياتې لاسته راوړنې لري او په راتلونکې کې به په لا زياتو نويو ساحو کې نږدې همکارۍ وکړي.

تر اوسه۵۲ افريقايي هېوادونو او د افريقا ليګ له چين سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ يادښتونه لاسليک کړي دي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د سيمه ييز ورخلاصون ادارې د مشر شو جيان پينګ په خبره، چين به له يو شمېر افريقايي هېوادونو سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ نوي همکاريز پلانونه هم لاسليک کړي.

نوموړي ويلي، چين او افريقا له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې خپلمنځي همکارۍ له فکرونو په واقعي کړنو او له هيلو په واقعيتونو بدلې کړي، د افريقايي هېوادونو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته يې نوی خوځنده ځواک او نوې انرژۍ برابرې کړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د چټکې ابادۍ لپاره يې د ملا تېر جوړ کړی دی.

د شو جيان پينګ په خبره، چين به له لا زياتو افريقايي هېوادونو سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ همکاريز پلانونه لاسليک کړي، د افريقا ليګ د ۲۰۶۳ کال اجنډا او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال پرمختيايي اجنډا سره به همکارۍ وکړي، فکري اجتماع به په واقعي لاسته راوړنو بدله کړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به مهم رول ولوبوي.

شمېرې ښيي، چيني تصديو له تېرو ۱۱ کلونو راهيسې په مختلفو افريقايي هېوادونو کې شاوخوا لس زره کيلومتره رېل پلټۍ، نژدې سل زره کيلومتره سړکونه، زر پلونه، سل بندرونه، ۶۶ زره کيلومتره برېښنايي لاينونه او د ۱۵۰ زرو کيلومترو په اوږدوالي عمده مخابراتي شبکې جوړې يا ترميم کړې دي.

د غلو دانو امنيت او کرنيزو چارو د چين او افريقايي هېوادونو د همکارۍ بله عمده برخه جوړوي. اړوندې شمېرې ښيي، چې چين په افريقا کې د کرنيزې ټکنالوژۍ ۲۴ نمونوي مرکزونه جوړ کړي او له تېرو مسلسلو کلونو راهيسې چين ته د افريقا کرنيزو توکو په صادراتو کې هر کال څه دپاسه ۱۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

چين په ۲۰۲۳ کال کې له افريقا څخه د ۵.۳۲ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت کرنيز محصولات وارد کړي او د افريقايي کرنيزو توکو دوهم لوی وارداتي هېواد ګرځېدلی دی.

ښاغلي شو جيان پينګ په يادې خبري ناستې کې څرګنده کړې، چې چين به له افريقا سره خپلمنځي کرنيزې همکارۍ لا نورې ژورې او پراخې کړي او له افريقايي هېوادونو سره به په ګډه د کرنيزو چارو لا ښکلې راتلونکې  جوړه کړي.

د دې تر څنګ، چين له ۱۷ افريقايي هېوادونو سره د اقليمي بدلون پر وړاندې همکاريز يادښتونه هم لاسليک کړي دي.

د چين کمونېست ګوند له تېرو څو کلونو راهيسې د څه باندې ۵۰ افريقايي هېوادونو له کابو ۱۲۰ سياسي ګوندونو سره نظرتبادلې او همکارۍ کړي او د چين او افريقا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ سياسي بنسټ يې ايښی دی.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو ادارې د څلورمې څانګې مشر وانګ هه مينګ خبر ورکړی، چې ادارې يې د چين او افريقا ملکي فورم، د ځوانو مشرانو فورم او ځيني نور ملکي فعاليتونه جوړ کړي او د دواړو خواوو د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ ملکي بنسټ يې ټينګ کړی دی.

چين به په راتلونکې کې له مختلفو افريقايي هېوادونو او افريقا ليګ سره د ډيجټلي زېربناوو د ابادۍ، د ډيجټلي اقتصاد د پرمختګ، مصنوعي ځيرکتيا، طب او روغتيايي چارو په شمول لا زياتو چارو کې همکارۍ وکړي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

سپتمبر 12, 2026

تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

سپتمبر 12, 2026

افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

سپتمبر 12, 2026

ایران: په عمان کې به د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټي مسير په اړه بحث وشي

سپتمبر 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In