د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲مې نېټې د پلازمېنې بېجينګ د خلکو لوی تالار کې د ايريتريا له ولسمشر اساياس افويرکي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږېدلی دی.
ولسمشر اساياس افويرکي د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزې کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.
شي جين پينګ په يادې لېدنې کې ويلي، چې د چين او ايريتریا پر رسمي اړيکو ۳ لسيزې اوښتي، چې په درشل کې يې دواړو هېوادونو متقابل اعتماد ساتلی او یو له بل څخه یې ملاتړ کړی دی.
نوموړي د ايريتريا ستاينه کړې، چې پر خپلواکو بهرنيو پاليسو ټينګار لري، د خپل هېواد ملي حاکميت او شرافت خوندي ساتي او د چين او ايريتريا ترمنځ اړيکو ته په ستراتيژيک نظر ګوري.
شي جين پينګ ویلي، چين به له ایريتريا سره متقابل سياسي اعتماد ژور او همکارۍ به ورسره پياوړې کړي او دواړه هېوادونه به ګډ پرمختګ ومومي.
چين او ايريتريا د چين او افریقا فورم د سرمشريزې په ترڅ کې د زراعت، راډيو او ټېلويزيون په برخو کې همکاريز تړونونه هم لاسليک کړي دي.