د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲مې نېټې په ماسپښين د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د جنوبي افريقا له ولسمشر ماتاميلا سيريل رامافوسا سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږيدلي دي.
ولسمشر رامافوسا د چين او افريقا همکاريز فورم په سرمشريزې کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.
دواړو مشرانو د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د نوې زمانې لپاره د هراړخيزې همکاريزې ستراتيژيکې ملګرتيا ټينګښت اعلان کړی دی.
شي جين پينګ له رامافوسا سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، چې د نړيوال حالاتو له ژورو بدلونونو سره سره د چين او جنوبي افريقا عصريتوب، د چين او افريقا ترمنځ همکاريز لوری او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا اراده نه ده بدله شوې. د چين او جنوبي افريقا يووالی او همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو هيلو، د سراسري جنوبي هېوادونو د پرمختګ له تاريخي تمايل سره سمون لري او خورا زماني اهميت او نړيواله اغېزه لري.
ولسمشر رامافوسا رئيس شي جين پينګ سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د اوکراين مسئلې د حل په پار د چين او برازيل له شپږ فقره ييزې اجتماع څخه ملاتړ کوي او له چيني لوري څخه يې مننه کړې، چې تېر کال يې په جنوبي افريقا کې د برېکس هېوادونو د مشرانو له سرمشریزې ملاتړ کړی دی. نوموړي هيله ښودلې، چې چين د برېکس او جي شل هېوادونو په شمول څواړخيزو چوکاټونو کې ورسره لا زياتې همکارۍ وکړي او همغږي ورسره وساتي.
( سپوږمۍ)