د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د دوهمې نېټې په ماښام په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د ګيني له ولسمشر دومبويا سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.
دومبویا د چين او افريقا همکارۍ فورم کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.
شي جين پينګ له نوموړي سره په لېدنې کې ويلي، چې ګيني د صحرا په جنوب کې لومړی هېواد دی، چې له چين سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي او راتلونکي مياشت به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګېدو له ۶۵مې کاليزې سره برابر وي.
نوموړي ويلي، چين او ګيني له ۶۵ کلونو راهيسې پر متقابل درناوي، مساواتو او ګډو ګټو ټينګار کړی او په خبره یې، چين به په کليدي او مهمو ګټو کې له ګينې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.