د چين او فريقا د همکارۍ فورم د وزيرانو نهمه غونډه د سپتمبر په درېيمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو او د نړيوال پرمختګ او همکاريو ملي ادارې مشر لو جاو هوی، د دغه فورم د ګډ رئيسه هېواد يعنې سنېګال د افريقايي يووالي او بهرنيو چارو وزيرې ياسين فال او د اقتصادي طرحې او همکارۍ وزير عبدالامانې صار په ګډه د نوموړې غونډې مشري کړې ده.
وانګ يي يادې غونډې ته ويلي، (( د عصري کېدو لپاره لاسونه يو کول او په لوړې کچې د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي)) د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې د عمده موضوع په توګه ټاکل شوي او دا څو ټکي د تاريخ د پرمختګ اړينې غوښتنې او د چينايانو او افريقايانو ګډې هيلې انعکاسوي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د افريقا له مشرانو سره د چين او افريقا ترمنځ د اړيکو د ټينګښت نوې نقشه وپنځوي او د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ لارښوونه به وکړي.
وزير وانګ يي باور څرګند کړی، چې دغه سرمشريزه به د فورم د غړو د ګډو کوښښونو په رڼا کې د چين او افريقا ترمنځ د يووالي او همکارۍ لپاره يوه مهمه غونډه او د عصري کېدو لپاره د پرمختيايي هېوادونو د ګډو هلو ځلو پر لارې د نوې مرحلې مبدأ وګرځي.