د چين دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر د څلورمې نېټې په غرمه په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د موزامبيک له ولسمشر جاسينټو نيوسي سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چين غواړي له موزامبيک سره د زېربناوو، انرژۍ او معدنياتو، کرنې او ډيجيټلي اقتصاد په ګډون بېلا بېلو برخو کې همکارۍ وکړي او په صنعتي کېدو او اقتصادي وده کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې موزامبيک د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې له لاسته راوړنو څخه په ګټې اخيستنې له چین سره د سوداګرۍ او پانګونې همکارۍ پراخې کړي او خپلمنځي دوستۍ ته ورسره دوامدار پرمختګ ورکړي.
چين د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د هېواد د ثبات د ساتلو په برخو کې د موزامبيک له هڅو ملاتړ کوي او غواړي د ملګرو ملتونو په ګډون څو اړخيزو پلاټفورمونو کې ورسره نږدې همکارۍ وکړي.
جاسینټو نيوسي ويلي، هېواد يې د يو چين پېژندنې په اصل ټينګار لري، د تايوان او جنوبي سمندرګي په اړه د چين له دريځونو او ((یو هېواد او دوه نظامونه)) پاليسۍ څخه یې ملاتړ کوي او د چين په بشري حقونو د ځينو هېوادونو له بې اساسه تورونو سره مخالفت کوي .
نوموړي زياته کړې، هېواد يې غواړي له چين سره د اقتصاد او سوداګرۍ، کرنې، پیوستون او امنيت په ګډون بېلا بېلو برخو کې ژورې همکارۍ وکړي.