د ۲۰۲۴ کال د قانون جوړونکو د دوستانه نظرتبادلې فورم د سپتمبر په ۳مې نېټې په شانګهای ښار کې د چين د بهرنۍ دوستۍ ټولنې په کوربتوب ترسره شو.
د دغه فورم منځپانګه پر دوام لرونکي پرمختګ او د نړیوالو همکارانو پر اړیکو ورټوله وه.
د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مرستيال مشر وانګ دونګ مينګ د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده. نوموړي ويلي، قانون جوړونکي دې د نړيوال امنيت د ساتلو، د پرمختګ د ودې، د نړيوالو همکاريو د عملي کولو، د ورخلاصون د پياوړتيا او د تمدنونو ترمنځ د متقابلو تبادلو د هڅولو لپاره رول ولوبوي او په بېلا بېلو برخو کې دې د عملي همکاريو لپاره سياسي او قانوني چاپېريال برابر کړي.
په دغه فورم کې له ۴۳ هېوادونو څخه د ۴۹ راغلو قانون جوړونکو په شمول ۲۰۰ استازو ګډون کړی و.