د چین دولت رئيس شي جین پینګ د سپتمبر د ۳مې نېټې په ماښام د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د موريتانيا له ولسمشر محمد اولد غازواني سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږيدلی دی.
دواړو سیالانو د چین او موریتانیا اړیکې ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته پورته کړي دي.
ولسمشر محمد اولد غازواني د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې کې د ګډون په موخه چين ته تللی دی.
شي جین پینګ له محمد غازواني سره په خبرو کې چین او موریتانیا دوستان او وروڼه هېوادونه بللي او په خبره يې، دواړه هېوادونه یو پر بل متقابل باور لري، د مساوات پر بنسټ يو بل ته درناوى لري، سياسي متقابل باور یې ټينګ ساتلی، د همکارۍ رنګا رنګ پايلې یې ترلاسه کړي او د خلکو ترمنځ دوستۍ يې ژورې رېښې غځولې دي.
نوموړي د موریتانیا ستاينه کړې، چې د چين د اصلي ګټو په مسايلو کې له بېجينګ څخه ټينګ ملاتړ کوي او په خبره یې، چین به د موریتانیا د پرمختګ لارې څخه ټينګ ملاتړ وکړي.
شي جين پينګ زياته کړې، چين به له موریتانیا سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ، د کب نيولو چارو، صنعت، بنسټيزو تاسيساتو او ځينو نورو برخو کې همکارۍ ژورې کړي، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې به له موریتانیا سره د تخنیکي مرستې چارو ته وده ورکړي او د دواړو هیوادونو اړیکې به د دوستانه تبادلې او همکارۍ يوه بېلګه جوړه کړي.
غازواني ويلي، موریتانیا د يو چين پېژندنې پر اصل ټینګار لري او له هر هغه عمل یا وينا سره کلک مخالفت کوي، چې له ياد اصل سره په ټکر کې وي.
نوموړي ويلي، نړۍ له ګڼو خطرونو او ننګونو سره مخ ده او هيله يې ښودلې، چې هېواد به یې له چين سره همکارۍ ژورې او يو ځای به ورسره پرمختګ ومومي.