د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د سپتمبر په څلورمې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې سوله او امنیت به د چين – افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي .
نوموړې وويل، دايمي سوله او نړيوال امنيت د چين – افريقا د خلکو ګډه هيله ده. د امنيت په چارو کې له يو بل سره مرسته کول د چين او افريقا د مشترک برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره ضروري دي. چين د نړيوال امنيت نوښت وړاندی کړی، د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملياتو کې يې په فعاله توګه ګډون کړی، د افريقا د شخړو په حلولو کې يې منځګړيتوب کړی او د تودو موضوعاتو په تړاو د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ خبرو او همکارۍ ته يې زمينه برابره کړې ده. چین له افریقا سره د سولې ساتلو او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د وړتیاوو په لوړولو کې او همدارنګه د خوړو د خوندیتوب په ساتلو کې مرسته کړې ده..
ماو نينګ زياته کړه، چې سوله او امنیت به د چين – افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي . چین غواړي له افریقايي هیوادونو سره په ګډه د نړیوال امنیت نوښت پلی کړي، امنیتي ننګونو ته په ګډه ځواب ووايي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.