د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، د چين او افريقا اړيکې د نژدې ۷۰ کلونو د کوښښونو په رڼا کې تر بل هر وخت ښه پړاو کې دي او اعلان يې کړی، چې د چين او هغو ټولو افريقايي هېوادونو ترمنځ اړيکې د ستراتيژيکو اړيکو کچې ته لوړې شوي، چې له چين سره يې ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې کړي دي.
شي جين پينګ ويلي، د چين او افريقا عمومي اړيکې د نوې زمانې لپاره د ټولو فصلونو د ګډ برخليک ټولنې ته لوړې شوې دي.