د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مې نېټې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، د چين او افريقا همکارۍ فورم په لومړي ځل ۲۰۰۰م کال کې جوړ شوی او ۲۴ کلن مزل يې له لاسته راوړنو ډک بللی او د دواړو خواوو د اړيکو په تاريخ کې یې ډېر مهم یاد کړی دی.
نوموړي ويلي، چين او افريقايي هېوادونو په تېرو ۲۴ کلونو کې او په تېره بيا د نوې زمانې د پېل په درشل او د پېړۍ بدلون په جريان کې يو د بل مشروع حقونه او ګټې ساتلي، د اقتصاد نړيوال کېدو بهير کې يې ګټورې پايلې ترلاسه کړي او د سترو ناورينونو او ناروغيو پر وړاندې يې ګډې مبارزې کړې دي.
شي جين پينګ زیاته کړې، چين او افريقا يو له بل ملاتړ کوي او د نوي ډول نړیوالو اړیکو ښه بېلګه يې جوړه کړې ده.