د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټرېش سره لېدلي دي.
شي جين پینګ له ګوټرېش سره په خبرو کې ويلي، چېن افريقا ته د ملګرو ملتونو پاملرنه ستايي او غواړي له دغه ارګان سره د افريقا د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.
نوموړي ويلي، چين د رښتيني څواړخيزم پلي کولو او په نړيوالو چارو کې د ملګرو ملتونو له مرکزي رول څخه ملاتړ ته ژمن دی او دغه اصل به يې بدل نه شي.
ګوټرېش د چين سوله ييز پرمختګ د بشري تاريخ عالي چارې بللي او د ټول بشر د سولې او پرمختګ لپاره يې ګټورې یادې کړې دي. نوموړي زياته کړې، ملګري ملتونه به له چين سره همغږي پياوړې کړي او په ګډه به ورسره د هغو کړنو پر وړاندې، چې د نړۍ د پاشل کېدو او د پراختيا د ځنډېدو سبب ګرځي، مخالفت وکړي او څواړخيزم به پلی کړي، څو د نړۍ مدیريت لا عادلانه او معقول او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته خوځنده ځواک ورکړل شي.