د افریقا ګڼو خبري رسنيو د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې ته پام اړولی او په اړه یې ګڼ راپورونه ورکړي دي.
افریقايي رسنيو ويلي، د چين او افریقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه به د دواړو خواوو د همکاريو لوری په ګوته کړي او پرمختګ به یې په خوځښت راوالي.
د روانډا نيوټايمز په يوې لېکنې کې راغلي، چې افريقایي او چينايي مشرانو په يادې سرمشريزې کې د خپلمنځي اړيکو نوې نقشه ټاکلې، د سرمشريزې په اعلاميې کې د سترو مسئلو په هکله ګډو نظريو ته رسېدلي او د افريقا او چين ترمنځ یې د باکيفيته همکاريو لارې چارې په ګوته کړي او د خپلمنځي همکاريو د ژورتيا لوری يې روښانه کړی دی.
د جنوبي افريقا د ډيپلوماتيک سرکل نيوز ورځپاڼې مسئول کوتان بوهانا په يوې مقالې کې ياده سرمشريزه ستايلې او د افريقا او چين ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو او د دواړو خواوو د همکاريو د نوي پرمختګ لپاره يې اړينه بللې ده.
نوموړي ليکلي، افريقا او چين د ګډو هيلو، ستراتيژيکو تبادلو او د باکيفيته پرمختګ د ژمنو د پوره کولو له لارې د يوې سمسورې او برابرې نړيوالې نوې زمانې د ابادۍ لپاره هڅې پېل کړې دي.